ایکنانیوز راپور راکوي د کفیل نړیوال چینل د ویب سایټ له قوله، د حضرت عباس علمدار علیه السلام له مقدس آستان سره اړونده د قران دعملي کمپلیکس مشر مشتاق العلي په دې باب ووئيل؛ دغه محفل د ایران او عراق د نړیوالو قاریانو په شتون او په یوې معنوي اوقرآنی فضا کې ترسره شو.
هغه زیاته کړې ده ، په دغو دستورو کې د ایران داسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې او د کلتور وزارت یو شمیر مسئولان او همداراز د په دغه نړیوال نندارتون کې زیات شمیر سټالونو مسئولان او ددغې قرآني پيښې د لیدونکو زیات شمیر پکې ګډون درلود.
د عباسی آستان د قرآن علمي ټولګې د ټولنې د مختلفو ډلو ترمینځ د کلام الله مجید د فرهنګ د خپراوي په موخې سره دتهران د قرآڼ دنړیوال نندارتون په دوه دیرشم پړاؤ کې د اسلامی ارزښتونو د ساتنې او ددیني برخې د پوهاوي پياوړتیا په موخې سره ګډون کړی دی.
د تهران د قرآن نړیوال نندارتون د کب دمیاشتې له پنځلسمې نیټې راهسې د حضرت امام خمیني په عیدګاه یا مصلا کې د ؛قرآن ، د ژوند لاره ؛ په شعار سره پيل شوی او او د دکب تر شپږویشتمې نیټې یکشنبې پورې به دوام ومومي . د نندارتون په نړیوالې برخې کې دعراق ، پآکستان،ترکیې ،روسیې ،الجزایر ، بوسنیا هرزیګوینیا ، ایوري کاسټ ، اویو شمیر نورو هیوادونو په شان هیوادونه شتون لري او ددغو هیوادونو هنرمندانو خپل قرآنی هنري آثار او تابلوګانې عامې نندارې ته وړاندې کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4271850